د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د اوبو د سطحې ټيټيدو ته د بزګرو اندیښنې 


کندهار کې د اوبو د سطحې ټيټيدو ته د بزګرو اندیښنې 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

په کندهار کې ځایی کروندګر وایې چې تر ځمکې لاندي د اوبو سطحه ټيټه شوې چې له کبله یې له ژورو څاګانو څخه د اوبو د را ایستلو لګښتونه هم زیات شوي دي.  

په کندهار کې ځایی کروندګر وایې چې تر ځمکې لاندي د اوبو سطحه ټيټه شوې چې له کبله یې له ژورو څاګانو څخه د اوبو د را ایستلو لګښتونه هم زیات شوي دي.

د ژړی ولسوالی اوسیدونکې سید احمد چې پر خپله ځمکه یې د سبزیو کښت په یوې نوې طریقې سره کړی دی وايي،د اوبو د سطحې ټيټ والی سږکال د کرونده ګرو تر ټولو لویه ستونزه ده.

که څه هم په روانه اونی کې د جنوب په بیلا بیلو ولایتونو کې پسرلني اورښتونه پیل شوي خو ځمکه وال وایې چې سږکال د اوبو سطحه تر بل هر وخت زیاته ټيټه شوې.

سید احمد زیاتوي‌ چې له ژورو څاګانو څخه اوبه د تیلو او شمسي هندارو په وسیله راکاږي چې لوړ لګښتونه غواړي.

هغه وویل: برمې ورځ په ورځ ښکته کیږي. دلته مې برمه وهله ۱۲۰ متره مو ښکته کړل یو متر برمه په ۱۵۰۰ کلدارې برمه چي وهي. چې برمې ته او هندارې ته حساب وکړې مصرف یې ډیریږي.

دغه کرونده ګر د ونو په لښتو او پلاستیک پوښل شوي د سبزیو کښت کړی چې تر ډېره په کندهار کې د کرونده ګرو لپاره نوې تجربه ده.‌

پدې ډول سره د سبزیو کښت د شنو خونو په پرتله لږ لګښت غواړي.

XS
SM
MD
LG