د لاس رسي وړ اتصالات

د انګورو ښو حاصلاتو ته هیله من یو خو وچکالي مو لویه ستونزه ده – کروندګر 


د انګورو ښو حاصلاتو ته هیله من یو خو وچکالي مو لویه ستونزه ده – کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وایې چي سږکال يې باغونو زیات حاصل نیولی خو د نباتي ناروغیو د څرګندیدو احتمال ته ډیر اندیښمن دي.  

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وایې چي سږکال يې باغونو زیات حاصل نیولی خو د نباتي ناروغیو د څرګندیدو احتمال ته ډیر اندیښمن دي.

د ډنډ ولسوالی یو بزګر احمد شاه پر خپله ځمکه د انګورو باغ په نوې طریقې سره اېښی دی. دی زیاتوي چې د دودیزي کرهڼې پر ځای ځمکه وال هڅه کوي چې له نویو تجربو څخه ګټه واخلي.

نوموړي وويل:” زموږ دا باغ ګاډري جوړ دی چې د انګورو تاکان له ځمکې څخه لوړ دي چې د باران اوبه یې نه زیانمنوي. پخواني باغونه د جوو په شکل جوړ دي چي د باران په وخت کې ژر خرابیږي او حاصل یې خرابیږي. سږکال زموږ باغ ښه حاصل نیولی که له نباتي ناروغیو څخه پاک را ووتل ګټه یې زیاته ده، زموږ ځمکه وال د نویو تجربو علاقمند دي خو د اقتصادي ناتواني په وجه امکانات نه ورته لري“.

په کندهار کې تر انارو وروسته د انګورو زیات شمېر باغونه شته چې د دې ولایت په اقتصاد کې خاص ځای لري.

د شنو او تورو ممېزو تر څنګ آب جوشي د کندهار د انګورو د باغونو خاص حاصل دی چې د وچې مېوې په مارکېټ کي لوړه بیه لري.

XS
SM
MD
LG