د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیې کې رسماً تورن شو


په ټرمپ تورونه دي چې په لوړه کچه محرم اسناد یې پخپل شخي کور کې ساتلي و.
په ټرمپ تورونه دي چې په لوړه کچه محرم اسناد یې پخپل شخي کور کې ساتلي و.

فدرالي څارنوالانو جمعه جون ۹ (غبرګولي۱۹) د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ رسماً پدې تورن کړ چې د سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته یې د دفاعي او اتومي چارو په هکله په لوړه کچه محرم معلومات د ځان سره ساتلي و.

په تورونو کې ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ پدې کار د هیواد ملي امنیت په خطر کې اچولی و.

د تورونو په فورمې کې چې ۴۹ پاڼې لري ۷۶ کلن ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته تر ټولو مخکښ جمهوري غوښتونکی کاندید دی، پدې تورن شوی چې د حکومت سلګونه محرم اسناد یې د فلوریډا په ایالت خپل شخصي استوګنځي مارالاګو ته په بکسونو کې وړي و.

د تورونو پدې فورمې کې ویل شوي چې پدې اسنادو کې د دفاع وزارت، استخباراتو مرکزي ادارې (CIA) او ملي امنیت ادارې سوابق و او د مارالاګو په ماڼۍ کې داسې یو ځای کې ساتل کیدل چې خوندي نه و او داسې ټولنیزې غونډې پکې کیدې چې کله نا کله به لسګونو زرو کسانو پکې برخه اخیسته.

مخکنی جمهور رئیس پدې هم تورن شوی چې په دوو مواردو کې یې د نظامي عملیاتو په هکله محرم معلومات او پلانونه د نیوجرسي په ایالت کې د ګولف لوبې پخپل شخصي کلب کې داسې کسانو ته ښودلي چې د دې معلوماتو د لیدو اجازه یې نه درلوده.
د ملي دفاع ځانګړو محرمو اسنادو د ساتلو له کبله په ټرمپ ۳۱ تورونه دي او ۳۷ نور بیلا بیل تورنه هم پرې دي. د هر تور له کبله که ښاغلی ټرمپ مجرم ثابت شي، تر لسو کالونو پورې بندي کیدی شي.

د ټرمپ د قضیې ځانګړي محقق جیک سمیت چې دا تاریخي تورونه یې په هغه لګولي پدې هکله وویل، " مونږ پدې هیواد کې د قوانیونو ځانګړې مجموعې لرو او دا په ټولو تطبیق کیدی شي".

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنی پخوانی جمهور رئیس دی چې د فدرالي تورونو سره مخ کیږي.

ښاغلي سمیت د ټرمپ لپاره د "سریع محاکمې" غوښتنه کړې او ویلي یې دي، "هغه قوانین چې د ملي دفاع معلومات خوندي کولو لپاره دي، د متحده ایالاتو خوندیتوب او امنیت لپاره مهم دي او باید تطبیق شي".


په مخکني جمهور رئیس چې دوه ځلې وړاندې هم محاکمه شوی د عدالت پلي کیدو په مخکې د خنډ پیدا کولو لپاره په دسیسي هم تورن دی چې که پرې ثابت شي تر شلو کالونو پورې بندي کیدی شي.

ناسم بیان ورکول، د اسنادو یا سوابقو ساتل نور هغه تورونه دي چې ټرمپ پرې تورن دی.
د ټرمپ شخصي سلاکار والټ نوټا د دسیسې په جوړولو کې د جرم شریک بلل شوی او لدې کبله پرې شپږ تورونه لګیدلي چې د مارالاګو په ماڼۍ کې د دې اسنادو په ساتلو کې یې د ښاغلي ټرمپ سره مرسته کړې وه.

د ډونالډ ټرمپ په کور کې د دفاع وزارت، سي آی اې او ملي امنیت ادارې پورې اړوند م محرم انساد موندل شوي.
د ډونالډ ټرمپ په کور کې د دفاع وزارت، سي آی اې او ملي امنیت ادارې پورې اړوند م محرم انساد موندل شوي.

د رسمي تورونو په پاڼې کې ویل شوي چې دا اسناد په مارالاګو کې د نڅا په یوې خونې، تشناب او د ټرمپ د خوب په خونې کې ساتل کیدل.


په فورمې کې ویل شوي کوم محرم اسناد چې ټرمپ په بکسونو کې ساتلي و د متحده ایالاتو او بهرنیو هیوادونو د وسلو او دفاعي وړتیاوو په هکله و.


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د روانې اوونې د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې محکمې ته حاضر شي چې د دې قضیې په باب لومړني معلومات د قاضي څخه واوري.

سره لدې چې ځانګړي محقق د ښاغلي ټرمپ لپاره د چټکې محاکمه کیدو غوښتنه کړې خو ویل کیږي چې ښایي د څو میاشتو لپاره به محاکمه کیدل پیل نشي او دا کار د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د ټرمپ مخه نشي نیولی.

د تورونو پدې فورمې کې د ټرمپ او یو مدافع وکیل د خبرو یادونه هم شوې چې د راپورونو له مخې ښاغلي ټرمپ پدې خبرو کې ویلي، " غوره به نه وي چې ووایو مونږ دلته هیڅ هم نلرو".

خو ډونالډ ټرمپ تیره ورځ په یو ویډیویي پیغام کې چې په خپل رسمي انسټاګرام کې یې خپور کړی دی، ویلی دي چې "زه یو بې ګناه کس یم او هېڅ کوم غلط کار مې ندی کړی". هغه ادعا وکړه چې په ټاکنو کې د برحاله ولسمشر جوبایډن په ګډون له ټولو کاندیدانو څخه مخکې دی او "هغوی هڅه کوي چې یو ښه نوم نابود کړي چې ټاکنې وګټي".


په همدې حال کې د متحده ایالاتو برحال جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ ویلي چې د لوی څارنوال مریک ګارلنډ سره چې د ټرمپ د قضیې لپاره ځانګړی محقق ټاکلی هیڅ ډول اړیکه نلري.

ښاغلي بایډن خبریالانو ته وویل چي د دي قضیې په هکله هیڅ ډول تبصره کول نه غواړي او د لوی څارنوال سره د خپلې اړیکې په هکله یې وویل، " ما ورسره خبرې ندي کړي او نه به ورسره وغږیږم".

XS
SM
MD
LG