د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ولس مې پیژني؛ د جمهوري غوښتونکو په مباحثو کې برخه نه اخلم


ډونالډ ټرمپ وایي ولس یې پیژنې او له همدې کبله په مباحثې کې برخه نه اخلي.
ډونالډ ټرمپ وایي ولس یې پیژنې او له همدې کبله په مباحثې کې برخه نه اخلي.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) تائید کړه چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په لومړنۍ مباحثې کې به برخه وانخلي.

ښاغلي ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) کې ادعا کړې چې د جمهور رئیس په توګه کامیابه سابقه لري، د امریکا په ولس کې ښه محوبیت لري او له همدې کبله به په مباحثو کې برخه وانخلي.

ټرمپ د خپلې دورې د انرژۍ، سرحدي امنیت، پوځ او اقتصاد یادونه کړې او لیکلي یې دي، " ولس پوهیږي چې زه څوک یم او جمهوري ریاست مې څومره بریالی و."

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو لومړنۍ مباحثه راتلونکې چارشنبې (اګست ۲۳) د ویسکانسن په ایالت کې وشي.

سره لدې چې دا مخکنی جمهور رئیس په څلورو قضیو کې په رسمي توګه تورن دی او فدرالي محکمه پدې هکله پریکړه کوي چې څه وخت محاکمه شي خو د انتخاباتو په هکله په تازه نظر پوښتنې کې معلومه شوې چې ښاغلی ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو څخه وړاندې دی.

تر ټولو تازه سروې چې د سي بي اس شبکې کړې او نتیجه یې د یکشنبې په ورځ خپره شوې پکې ښودل شوي چې ۶۲ په سلو کې خلکو چې پدې نظر پوښتنې کې یې برخه اخیستې ویلي چې په انتخاباتو کې به ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکوي.

پدې نظر پوښتنې کې همدارنګه ۱۶ په سلو کې برخې اخیستونکو ویلي چې د فلوریډا والي ران ډيسنانتیس ته به رایې ورکوي.

د چارشنبې ورځې مباحثه د فاکس نیوز تلویزونې شبکې ترتیب کړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي و چې ښاغلي ټرمپ خپلو سلاکارانو ته احوال ورکړی و چې غواړي پدې مباحثې کې برخه وانخلي او د دې پر ځای به د فاکس نیوز یو پخوانی کوربه، ټکر کارلسن سره آنلاین مرکه وکړي.

د دې مباحثې لپاره د ډونالډ ټرمپ پخواني مرستیال مایک پنس په ګډون ۷ کاندیدانو شرایط پوره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG