د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان څخه د 'سوپرکولا جام' دریمه یوه ورځنۍلوبه هم وګټله


د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوپرکولا جام دریمه نړیواله یو ورځنۍ سیالي د شنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي ۴مه) د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.

د سریلانکا په پلازمینې کولمبو کې ددې لوبې پچه د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وګټله او د بیټینګ یا توپ وهلو پریکړه وکړه. د پاکستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې څخه ګلبدین نایب او فرید احمد ملک ۲-۲، راشدخان، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي هر یوه یوه ويکټه ترلاسه کړه.

راشدخان د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم له ۶۰ منډو جوړولو وروسته اوټ کړ.‌ پدې توګه دا اتم ځل شو چې راشد خان د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ویکټه په نړیوالو لوبو کې، ۶ ځلې په شل اووریزو لوبو کې او دوه ځلې په پنځوس اووریزو لوبو کې ترلاسه کوي.‌

د پاکستان دپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد رضوان وکړې. نوموړی په ۷۹ توپونو د ۶۷ منډو کولو وروسته د فرید احمد په توپ وسوځېد.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمن الله ګربز د خپلې مخکنې لوبې په پرتله چې ۱۵۱ منډې وکړې،‌ په نننۍ لوبه کې په ۱۵ توپونو پنځه منډې وکړې، افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۳۱ توپونو کې ۱۳ منډې او ریاض حسن بیا به ۶۶ توپونو ۴۳منډې وکړې چې بیا د شاداب خان په توپ وسوځید.

د افغان لوبډلې لخوا تر ټولو زیاتې منډې مجیب الرحمن وکړې. نوموړي په ۳۷ توپونو کې ۶۴ منډې وکړې چې بیا د شاهین افریدي لخوا اوټ شو.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ونتوانېده چې د سیالې لوبډلې لخوا ټاکل شوې هدف (۲۶۹) پوره کړي او ټوله لوبډله په ۴۹ اوورنو او د ۲۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

دا لوبې په سري لانکا کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه. د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان دننه نړیوالې لوبې نه کیږي. ددې لړۍ لومړنۍ او دویمه لوبه هم پاکستان ګټلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې د خپل لوبیز بهیر په ترڅ کې نن خپله ۱۵۰مه نړیواله یو ورځنۍ سیالي ترسره کړه.

افغان لوبډلې له ۲۰۰۹م کال راهیسي تر دې مهاله ټولټال ۱۴۹ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له منځه یې په ۷۳ سیالیو کې بریاوې خپلې کړې، په ۷۰ سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې، ۵ سیالۍ یې بې پایلې پای ته رسېدلې او یوه سیالي یې هندي لوبډلې سره مساوي پای ته رسېدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG