د لاس رسي وړ اتصالات

اسټن له اسرائیل  سره د پیوستون څرګندولو لپاره تل ابیب ته رسیدلی


د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۳( تلې ۲۱مه) له اسرائیل سره د پیوستون د څرګندولو لپاره ددغه هېواد پلازمینې تل ابیت ته ورسید.

اسرائیلو ته د امریکا د متحدو ایالتونو ددغه جګپوړي پوځي چارواکي سفر، شپږ ورځې وروسته له هغه صورت نیسي،‌ چې حماس په اسرائیلو باندې د ناڅاپي بریدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو په ګډون تر ۱۳۰۰ زیات اسرائیلیان ووژل. پر دې سربیره، د حماس اورپکو ددغو بریدونو په ترڅ کې څه دپاسه ۱۵۰ تنه یرغمل کړي دي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

د حماس د بریدونو په ځواب کې،‌ اسرائیلو د غزې په تړانګه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. په دغو بریدونو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د غزې تر ۴۰۰ زرو ډېر اوسیدونکي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

اسټن د خپل سفر په ترڅ کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره هم لیدلي، خو تر اوسه د دې کتنې جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي. ټاکل شوې چې نوموړی به له خپل اسرائیلي سیال، یواو ګالانت سره هم وګوري. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن اسرائیلو ته سفر کړی و.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې اسرائیلو ته د اسټن سفر نه یواځې "د اسرائیل د خلکو او حکومت څخه د متحده ایالاتو تلپاتې ملاتړ څرګندوي، بلکې ددې څخه هم ډاډ ترلاسه شي، هر څه چې لازم وي اسرائیل ته برابر کړل شي."

دامريکا د دفاع وزير به اسرائيلو ته دامريکا د ځينو امنيتي مرستو بهیر چې پر دغه هېواد د حماس ډلې له بریدونو وروسته ورکړل شوي دي،‌ له نږدې وويني.

د تېرې شنبې (اکتوبر اوومې) له برید یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر جوبایډن لارښونه وکړه چې امریکايي جنګي بېړۍ او جنګي الوتکې د مدیترانې په سمندرګي کې اسرائیلو ته نژدې ځای پر ځای شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي، چې د امریکا الوتکه وړونکې بېړۍ (یو اس اس جرالډ ار فورډ) او ورسره جنګي بیړۍ د مدیترانې سمندرګي په ختيځ کې ځای پر ځای شوي دي.

جګپوړو امریکايي چارواکو خبریالانو ته ویلي دي، چې اسرائیلو ته د امریکا د پوځي مرستو یوه جوپه لیږدول شوې ده او د وسلو د لیږد بهیر د جمعې په ورځ هم دوام درلود.

دغه چارواکي دا هم ویلي، چې امریکا له اسرائیلي چارواکو سره د هغو یرغمل شویو د خوشي کولو په اړه خبرې کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د حماس وسله والو تښتولي وو.

اسټن د پنجشنبې په ورځ، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې وویل، چې متحدو ایالتونو هيڅ داسې مخکنې اطلاعات نه درلودل، چې حماس به پر اسرائیلو برید وکړي.

ښاغلي اسټن دا هم وویل، چې متحده ایالتونه د هغو وسلو د کارولو په اړه کوم خاص شرايط نه دي وضع کړي، چې اسرائیلو یې ته ورکوي.

اسرائيل ته د اسټن سفر په داسې حال کې شوى، چې دغه هېواد (اسرائیل) ښايي د غزې د تړانګې د نيولو لپاره، چې د حماس ډلې تر کنټرول لاندې ده، د يو ستر پوځي برید لپاره چمتوالی نيسي.

اسرائیلي چارواکو ویلي، چې پر هغه هیواد د حماس د تیرې شنبې ورځې بریدونه، د اسرائیلو د سپټمبر یولسمه ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG