د لاس رسي وړ اتصالات

تالندې او برېښنا په هند کې ۲۴ تنه مړه کړي 


د هند په ګجرات کې مقاماتو نن دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍشپږمه) وویل چې تالندې او برېښنا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه کړي دي.

چارواکي وايي چې د شدیدو بارانونو له کبله ۲۳ تنه نور هم مړه شوي دي.

د هند د ګجرات ایالت کې په تېرو څو ورځو کې شدید بارانونه، تالنده او برېښنا شوي دي، د دغه ایالت په ځینو سیمو کې ۱۴۴ میلی متر باران شوی.

د بارانونو له کبله په ځینو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي او یو شمېر څاروي هم مړه شوي دي.

د ګجرات ایالت وزیر راګهوی پتیل وویل: «موږ به ژر یوه سروي پیلوو چې د تلفاتو دقیقه ارزونه وکړو او بیا په همدې اساس قربانیانو ته یې جبران رکړو.»

د هند د هواپېژندنې ادارې ویلي دي چې د هند په ځینو سیمو کې لا هم بارانونه روان دي.

په تېر وخت کې هم په ګجرات کې دا ډول بارانونه شوي وو. د ۲۰۲۰ د اګست په میاشت د بارانونو او سیلابونو له کبله ۱۴ تنه مړه شول او تر هغه مخکې په ورته پېښو کې ۳۱ تنه نور هم مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG