په کندهار کې نعنا (پودینې) یو شمېر کروندګر له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي او وایې که څه هم سږکال په مارکیټ کې د نعنا قیمت د پخوا په پرتله لوړ ندی خو ولې پدغه ولایت او نورو ګاونډیو ولایتونو کې تازه نعنا ښه مارکېت لري او د کور دننه اړتیا یې پوره کړې ده.
د نعنا کروندګر عبدالله وایې چې پر دوه نیم جریبه ځمکه یې نعنا کرلې ده، غواړي چې دې کښت ته وده ور کړي او دي یې د حاصلاتو او د ګټې څخه راضی دی.
هغه وویل: "د نعنا کاروبار کوو، دنعنا نرخ په حساب د پروسږ کال په حساب کي کښته ده ولې د نورو کښتونو په پرتله د نعنا حاصلات ښه عاید او فایده لري. سږ کال نعنا ښه ده، ښه نتیجه ورکوي کښت یې د پلاستیک لاندې حصول ته ژر رسیږي. په کندهار او همسایه ولایتونو کې ښه مارکېټ لري."
خو د بلې بیا کروندګر عبدالله وایې لویه ستونزه یې د وچکالۍ په وجه د اوبو نشتون او یا کم والی دی او د ځمکې لاندې اوبه هم په تېزۍ سره کښته کېږي.
هغه وویل:" تېر کال مو یوه برمه وچه شوه بیا مو بله ووهله اوس د هغې اوبه هم کښته شوې دي. سږ کال اوبه هم کمی دي او ورځ په ورځ اوبه کښته کیږی."
د نعنا کښت له پخوا څخه په کندهار کې ترویج دی چې د سیمه ییز مارکېټ تر څنګ د ګاونډیو ولایتونو د سبزیو د مارکټ اړتیا هم پوره کړې.
نعنا په افغانستان کې تر ډېره په تازه شکل استعمالیږي او د زیاتره کورنیو د خوړو مهم جز وي خو په بهرنیو هیوادونو کې یې په طبابت کې هم استعمال زیات دی.