حبیب الله د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په خپله ۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه کې یې هینجه کرلې ده. دی زیاتوي هینجه له اقتصادي پلوه لوړ مالي عاید لري چې اوس زیات کروند ګر د هینجې په کرلو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، د هینجې د حاصلاتو له پاره مارکیت د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې شته او له حاصلاتو څخه یې د کوکنارو د عوایدو څخه ډیره ګټه تر لاسه کېږي.
هغه وویل:"زه دلته ۲۵ جریبه ځمکه لرم. سږکال مې پکې هینجه کرلې ده. د هینجې د کرلو ګټې مې د نړۍ په بازارونو کې لیدلې دي. زه په خپله د نړۍ یو شمېر بازارونو ته تللی یم او هلته مې لیدلي دي چې څنګه د طبابت په برخه کې ترې کار اخېستل کېږي."
حبیب الله زیاتوي چې په کندهار کې اوس د نوی نسل کروندګر د هینجې کرلو ته ډیره هڅه کوي ځکه په ارزښت یې ښه پوهیږي.
کروندګر وایې چې هینجه یا هنګ لږو اوبو ته اړتیا لري او د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې مخصوصا هلمند او کندهار کې یې د هینجې کروندو ښه وده هم کړې ده.
د معلوماتو له مخې د افغانستان په بازارونو کې د یوې کیلو هینجې بیه له ۸ څخه تر لس زره افغانیو پورې ده او د کرنې ماهرین زیاتوي چې د هینجې کرل شوي بوټي پر دریم کال حاصل پیلوي چې وروسته پر یوه جریب له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کیلو پوري حاصل ور کوي.