په کندهار کې د تازه میوو سوداګر حاجي محمد طاهر وایي، د خلکو اقتصاد مخ په ځوړ روان دی او نشي کولی چې تازه میوي وپیري او په ورته وخت کې د طالبانو حکومت هم لوړې مالیې اخلي.
هغه وویل چې په خوراکي توکو لوړې مالیې نه یوازې پيریدونکو ته، بلکې خپله سوداګرو ته هم ستونزې را ولاړې کړي دي.
هغه وویل:" زموږ غوښتنه داده چې پر خوراکي موادو باندي محصول لږ شي. تاسي ویني چې هر وخت پر تجارتي بندرونو باندي ستونزي وي او په تیرو څو کالو کې هم د لارو د بندیدو له کبله تجارانو زیات زیان لیدلی د زیاتره کورنی عاید لږ دی او مصرف کونکې د لوړي بیې توان نلري."
کندهار او په مجموع کې ټول افغانستان ته معمولا د ژمي په موسم کې له پا کستان او ایران څخه په زیاته کچه تازه میوې او سبزیجات را واردیږي او په دې وروستیو کې د خوراکي موادو کارو باریان د لوړې مالیې له اخېستو څخه په تنګ راغلي دي.