په کندهار کې د مثمرو او زینتي نیالګیو یو پلورونکی عبدالله وايي، چې ډېر خلک بیا د باغدارۍ لپاره مثمر نیالګي ترې پیري او په خبره یې اکثره خلک اوس د املوکو باغونو ږدي. هغه وايي، د املوکو نیالګي له لغمان او جلال اباد څخه کندهار ته راځي او ښه مارکیت هم لري.
د نوموړي په وینا، په کندهار کې د املوکو ترڅنګ د شفتالو، مالټو او د نارنجو بیلا بیلو ورایټیو هم ښه نتیجه ورکړې ده.
کروندګر وایې، هڅه کوي د اقلیمي شرايطو سره برابر هغه نیالګي زیات کښېنوي چې ښه حاصل ورکوي.
سږکال وچکالي او د اوبو کموالی بیاهم ځمکه وال اندېښمن کړي، خو له دې سره سره د نویو باغونو د جوړلو کارونه د پسرلي له راتګ څخه مخکې پیل شوي.