د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کچالو حاصلاتو ښه مارکېت موندلی دي - د سبزیو سوداګر


په کندهار کې د کچالو حاصلاتو ښه مارکېت موندلی دي - د سبزیو سوداګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

په کندهار کې د سبزیو سوداګر وایي چې په جنوبي ولایتونو کې کرل شوي پټاټې یا کچالو د کیفیت او بیې له پلوه په مارکېټ کې د ګاونډیو هیوادونو د پټاټو په پرتله ښه اعتبار لري.

له تېرو څو کالو راهیسې یو شمېر ځمکه والو په خپلو شخصي هڅو د پټاټو نوي تخمونه تکثیر کړي چې اوس یې ښه مارکېټ‌ پیدا کړی دی.‌

د سبزیو تجار احمد ولې وایې چې مخکې دوی هر کال په سلګونه ټنه پټاټې د پاکستان او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو له مارکېټ څخه واردولې ولې اوس دا کچه ډېره را ټېټه شوې ده.

دی زیاتوي چې له سیمه ییزو کښتونو څخه مارکېټ ته تازه پټاټې را وړل کیږي چې په بیه کې را نیونکو ته اقتصادي او د ذایقې له پلوه هم تر بهرنیو کچالو ښه اعتبار لري.

نوموړي وویل:" هغه پیاز او پټاټې چې د کندهار په ښار کي کرل شوي دي، خلګ یې د پاکستانۍ پټاټو په پرتله زیات خوښوي."

احمد ولي زیاتوي چې د کندهار د کچالو یا پټاټو حاصلاتو د کیفیت او کمیت له لحاظه ښه نتیجه ورکړلې ده، دی د کرنې له ریاست څخه غواړي چې د کندهار بزګر دې د کچالو کرلو ته تر ډیره تشویق کړي تر څو کروندګر د کوکنارو کرلو ته مجبوره نشي.

XS
SM
MD
LG