د لاس رسي وړ اتصالات

د اوبو د کمښت له امله مو سږ کال حاصلات ښه ندي – کروندګر


د اوبو د کمښت له امله مو سږ کال حاصلات ښه ندي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې د کوکنارو په ځای یې سږ کال بدیل کښتونه کرلي دي وايي، چې د اوبو د کمښت له امله یې حاصلات ډېر ښه ندي.

کروندګر غمي چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو په ځای ګازرې (زردکې) کرلې دي وایي، سږ کال د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله د خپلو حاصلاتو څخه ښه ګټه نده ترلاسه کړې. غمی زیاتوي که څه هم دوی ډیره هڅه وکړه چې خپلې کروندې په وخت اوبه کړي، خو بیا هم د دوی فصلونه زیانمن شوي دي.

هغه وویل: "اوبه لږې وې، د اوبو د کمي څخه سږکال زمونږ زردکې خرابې شوې که څه هم مونږ لس او یا هم دولس واره اوبه کړې دي."

غمی وایي، دوی د زردکو حاصلات مارکیټ ته وړي، خو سږکال د ګرمې هوا په کبله د زردکو مارکیټ ښه نه و، ځکه د تېر په شان سږ کال د کندهار زردکې نورو ولایتونو ته نه دي تللي.

د ګازرو حاصل هم د یو شمېر نورو سبزیو په څېر په کندهار کې د ژمي په موسم کې اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG