په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر شکایت لري، چې د طالبانو لخوا د کوکنارو په کرکیله له بندیز وروسته دوی سره هیڅ راز مرسته نه کیږي او په ورته وخت کې قیمتي هم زیاته شوې ده.
د کروندګرو په وینا دوی ته اوس ژوند سخت شوی دی او پخوا به مؤسساتو له دوی سره په زراعتي برخو کې مرستې کولې خو اوس هیڅ نشته دي.
یو ځمکه وال او کروندګر حاجي عبدالبشیر وایې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کر بندیز لږیدلی خو دده په ګډون یو زیات شمېر د کوکنارو کروندګر له دغه بندیز پدې خوښ ندي چې په مقابل کې یې مرستې او ملاتړ نشته دی.
عبدالبشیر وویل: "که زه درته د زړه خبره وکړم خلک خوابدي دي، چې تاریاک بند شول. هر شي یو په دوه شول، یو من تاریاک په څو لکه دي او یو من تاریاک د لس خرواره غنمو ځواب وایي، مؤسسات هم بند شول، فقط د اخته کیدو له پاره پنځه ګونۍ غنم رالیږي."
حاجي عبدالبشیر له نورو کروندګرو سره د پسرلي په رارسیدو د خپلو زراعتي ځمکو د ویالو د پاکولو لپاره اشر پیل کړی دی.. وایې د هلې بند کاسه مخ په ډکیدو ده نو دوی یوځل بیا پخوانۍ دود اشر را ژوندۍ کړي تر څو د خپلو ځمکو ویلې پاکې کړی.
هغه وايي: "د دهلې د بند کاسه په ډکیدو ده، موږ په دې خاطر ویاله پاکو تر څو اوبه زموږ کښتونو ته په منظم ډول راشې که چیرې موږ ویاله پاکه نه کړو بیا اوبه بندیږي. زموږ د باغونو په طرف نه راځې . اوس مو دلته احشر شروع کړي تر څو دا ویاله په مشترکه توګه پاکه کړو او اوبه د ټولو ځمکه والو ځمکو ته ولاړې شې."
له بلې خوا بیا حاجي عبدالبشیر وایي په خپلو ځمکو کې یې غنم کرلي دي خو د پخوا په شان د مؤسساتو مرستې نشته که څه هم تر هر بل وخت اوس د مؤسساتو مرستو ته ډیره اړتیا لیدل کېږي.