کروندګر احمد ولي وایې چې خلک یوه اندازه مایوسه وو، خو دې وروستیو اورښتونو بېرته هیله من کړي دي.
نوموړی وايي: "سږ کال غنم ښه حاصل ورکوي، ځکه اوس چې بارانونه شروع شول، ځمکه ښه اوبه کوي. مخکې د خلکو تمه ختلې وه چې بارانونه نه کیږي، اوبه نسته او کال وچ دی. خو اوس چې بارانونه وشول، خلک زیات خوشحاله دې".
هغه زیاته کړه چې د غنمو کښت پر ټاکلي وخت اوبو ته اړتیا لري چې د تیرې اوونۍ بارانونو یې کښتونه اوبه کړي.
کروندګر وایې چې په مارکېټ کې د غنمو تقاضا لوړه ده، ځکه خو کرونده ګرو هم د خپلي ګټي لپاره د غنمو کښت زیات کړی دی.