حاجي خان محمد په خپله ځمکه کې د اوبو د ضایعاتو څخه د مخنیوي په موخه د پایپ په وسیله "د څاڅکو اوبوخور" نوی سیستم ترویج کړی او د اوبو لګولو سیستم جوړ کړی دی.
د حاجي خان محمد په وینا "د څاڅکو اوبوخور" سیستم څخه د ښو حاصلاتو او د سهولت په وجه راضي او خوشحاله دی. په یاد سیستم کې هر بوټي ته کافي اوبه او کیمیاوي مواد پرته له دې چې ضایعه شي، رسیږي.
حاجي خان محمد وایې ده پر خپله ځمکه سږ کال د ځېري کښت کړی چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی یې کړی او خپل کښت ته اوس پریمانه اوبه لري.
هغه وویل: "مخکې موږ اوبه نه درلودلې اوس چې مو دا سیستم برابر کړی ، زیره مو باندې کرلې چې ښه وده کړي او ګل یې کړي دی پخوا به ځمکه لږ اوبه کیدله اوس ټوله اوبه کیږي."
دی زیاتوي چې زیاتره ځمکه والو مخکې پرخپله ځمکه باندې تاریاک کرله چې ښه عاید یې ترلاسه کول خو اوس تریاک بند دي.
هغه وویل: "هو چې امارت راغلې دی بیا مو نه دي کرلي مخکې مو د جمهوریت په وخت کې کرل اوس ښه بدیل زیره ده چې قمیت یې هم زیات ښه دی."
کرونده ګر وایې چې د اوبو د منابعو په ښه تنظیم کې مرستې ته اړتیا لري او پدې برخه کې نویو تجربو ښه پایله ور کړې ده.