په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې ترکاري او سبزیجات کرلي دي وایي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله ښه عایدات ترلاسه کړي دي او حاصلات یې په مارکیت کې په ښه بیه خرڅیږي.
د سبزیو کرونده ګر وایي چې د پسرلي په راتګ سره یې حاصلاتو لکه پالکو، گندنې او گشنیزو ښه بازار پيدا کړی دی.
د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکی حبیب الله چې د سبزیو پټي په اجاره اخلي د خپل کاروبار څخه خوشحاله دي.
هغه وویل: "شپیته منه ځمکه ده پر دې باندې ګشنېز مو کرلې دي کله چې موږ ګشنېز وتړو بیا یې بازار ته وړو بیا هلته بازار کې ورته نرخ ټاکي موږ دلته دستې حسابه وو."
نوموړی وایي چې د دوی حاصلات ښه مارکیټ لري چې هر ورځ په زیات اندازه ګشنېز مارکیت ته وړاندې کوي.
هغه وویل: "ګشنیز اوس ښه مارکیټ لري موږ د پسرلې د اولې تراوسه ښه عاید ترلاسه کړی دی له ګشنېزو څخه."
کندهار د تود اقلیم په وجه د سبزیو ډېر حاصلات لري چې د کندهار تر څنګ یې د ګاونډیو ولایتونو اړتیا هم پوره کړې ده.