د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د نۍ کښت ښه نتیجه ورکړې ده


په کندهار کې د نۍ کښت ښه نتیجه ورکړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په کندهار کې په لومړي ځل د نۍ یا نل کښت شوی چې د کروندګرو په وینا ښه پایله یې ور کړې ده.  نۍ یا نل یو ډول شین بوټی دی چې اکثره په جبه زارو او یا ولاړو اوبو کې ښه وده کوي خو اوس په کندهار کې یو شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې کرلي دي.

ددغه بوټې څخه په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې تر وچېدو وروسته په ساختماني چارو او د تازه مېو په انتقال کې ترې ګټه اخیستل کیږي. دغه بوټې نه یوازې د لمر د وړانګو په مخنیوي کې مهم رول لري، بلکې تر مارکېټ پوري د سبزیو او تازه مېو په انتقال کې هم زیات کارول کیږي.‌

اختر محمد د کندهار ښار په عینو مینه کې پر یوه جریب ځمکه نی یا نل کښت کړی چې د عاید څخه یې خوشحاله دی. دی زیاتوي چې کښت یې ښه پایله ور کړې او دوی ګڼ شمېر کسان له ځان سره پر کار هم ګمارلي دي.

د نی او یا نل کښت په کندهار کې وروسته له هغه مخ په ډیریدو شو چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کر بندیز وضع کړ. کروندګر په زراعتي سکتور کې نوي تجربې د ښو عایداتو لپاره مهمې ګڼي او وایې چې پدې برخه کې نوي کښتونه هم ترویج شوي دي.

XS
SM
MD
LG