د هغه په خبره، عمده لامل یې د کیمیاوې سرې لوړه بیه او له بلې خوا د بڼوالي لپاره د منظمو اوبو لګولو د سیستم نه شتون دی.
هغه وویل:"موږ له حکومت څخه غواړو چې کیمیاوي سره راکړي. زموږ بڼونه په کیمیاوي سرې اباد دي که دا نه وي سم حاصل نه کوي."
انار د کندهار په کرهڼیز اقتصاد کې د پام وړ ځای لري چې د کورني مارکېټ تر څنګ په نړیوال بازار کې هم ځانګړی اعتبار لري.