د لاس رسي وړ اتصالات

لویه ستونزه د اصلاح شویو تخمونو او د سبزیو لپاره د مارکیټ نه شتون دی – د کونړ کروندګر


لویه ستونزه د اصلاح شویو تخمونو او د سبزیو لپاره د مارکیټ نه شتون دی – د کونړ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

په کونړ کې کروندګر وايي چې په میاشتو میاشتو خواري او زحمت وباسي، خو چې سبزي يې حاصل ته ورسېږي نو بیا ورته د پلور بازار نه وي او ډېر کله تاوان کوي.

د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې کروندګر عبدالغفار چې په شاو خوا دوه جریبه ځمکه يې بېلابېل سبزي کرلي دي، له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، که څه هم سږ کال بې وخته اورښتونو د غنمو په ګډون ټول فصلونه سخت زیانمن کړي دي، خو دې بیا هم هیله من دی چې کرلي سبزي به يې لګښتونه ور پوره کړي.

دی زیاتوي، چې نور کارونه نشته یوازې په دهقانۍ يې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي، خو بیا هم کرلو فصلونو ته په تمه وي.

عبدالغفار زیاته کړه چې تر اوسه ورسره هیڅ کرهڼیزې مرستې نه دي شوي او وروستیو اورښتونو خو يې فصلونو ته بېلابېل مرضونه هم پېدا کړي او دی يې د دوا لپاره پیسې نه لري.

نوموړی وايي: ”مونږ تخمونه له بازاره اخلو ډېر داسې وي چې خراب وي او بیا ښه حاصل نه ورکوي. که حکومت مونږ ته اصلاح شوي تخمونه، سرې او نورې مرستې را کړي نو زمونږ فصلونه به ښه شي“.

د خاص کونړ ولسوالۍ کروندو ته له کونړي سینده ویالې پوره شوي او تر ډېره د کروندګرو د اوبو ستونزه هواره ده، خو لویه ستونزه يې اصلاح شویو تخمونو او د سبزیو لپاره د مارکیټ نه شتون دی.

XS
SM
MD
LG