دغه فارم لرونکي وايي، زیاتره کروندګر د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د زراعتي غواګانو فارمونه جوړ کړي دي.
د کندهار په ډنډ ولسوالی کې د زراعتي غواګانو یو فارم تازه جوړ شوی چې د ورځې تر یو نیم ټنه پورې د تازه شیدو تولید لري.
احسان الله د فارم مالک دی، هغه وایي په دې فارم کې د کورني او بهرني نسل غواګانې ساتل کیږي.
هغه وویل: "دلته له ٦٠ څخه تر ٦٧ پوري غواګانې شته. موږ ته د ځای زمینه نه ده برابره چي موږ ورته سم ځای برابر کړو دلته وطني غواګانې، پاکستاني او ایرانۍ غواګاني سته. دلته موږ دوه وخت لبنیات تولیدوو."
فارم لرونکي وایي په مارکېټ کې د لبنیاتو لوړه تقاضا موجوده ده، ځکه خو زیاتره کروندګر د فارمونو جوړیدو ته مخه کړې ده.
د لبنیاتو او تازه غوښې لپاره د څارویو ساتل له پخوا څخه د افغانستان د زراعتي سکتور اساسي برخه ده، خو اوس زیاتره ځمکه وال د مالي عایدو لپاره هڅه کوي چې نوي فارمونه جوړ کړي.