د لاس رسي وړ اتصالات

په شنو خونو کې د سبزیو کښت ښه نتیجه ورکړې ده – د کندهار کروندګر


په شنو خونو کې د سبزیو کښت ښه نتیجه ورکړې ده – د کندهار کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په کندهار کې په شنو خونو کې د زراعتي توکو کرکیله مخ په زیاتېدو ده او په دغه ولایت کې کروندګر وایي په شنوخونو کې د سبزیو کرل کمو اوبو ته اړتیا لري. هیواد ته راستانه شوي کروندګر وایي، د سبزیو د کښت او ترويج په برخه کې خپلي ترلاسه کړي تجربې په خپل هيواد کې عملي کوي.

شيرعلي په شنو خونو کې د بادرنګو په ګډون ځېنې نورې سبزۍ هم كرلي دي چې مارکېټ ته يې صادرات تیره اوونۍ پیل شوي دي.

دی زياتوي چې که څه هم په لومړيو کې د کندهار د اقليمي شرايطو سره نابلده وو، خو سږکال يې پدې هکله هم تجربه زياته شوي ده.

نوموړی زیاتوي چي که هيواد ته له ستنیدونکو هغو کسانو سره چې د کرهڼي په برخه كي تجربه لري، مالي مرستي وشي نو کورنۍ مارکېټ به په بشپړه توګه د سبزیو له پلوه په ځان بسيا شي.

XS
SM
MD
LG