نوموړی زیاتوي، چې د ناکو د بڼ يې په یونیم جریب ځمکه کې "این ایچ ایل پي" موسسې په مرسته جوړه کړې، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې يې ۶۶۰ ونې حاصلات ورکوي. نوموړی زیاتوي، چې د ناکو د دې بڼ حاصلات يې کال تر کاله مخ په زیاتېدو دي او سوداګر ورځي او همالته په باغ کې يې ترې اخلي.
دا پداسې حال کې دی چې په وروستیو کلونو کې د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې کروندګرو د مختلفو میوو بڼوالې ته مخه کړې ده، چې اکثریت يې له حاصلاتو خوشحاله دي.