د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر خپلو حاصلاتو ته د بازارموندنې غوښتنه کوي


په کندهار کې کروندګر خپلو حاصلاتو ته د بازارموندنې غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په کندهار کې د پالیزونو کروندګر د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي او وايي چې د کښت د پاللو لپاره سختې ستونزې ګالي، خو کله چې حاصل یې ورسيږي نو په مارکېټ کې په ټيټه بيه پلورل کيږي.

نور محمد چې په خپله ځمکه کې خټکي او سبزي کرلي دي، وایي چې خپلو حاصلاتو ته د ښه مارکېټ غوښتنه کوي. هغه وویل:"مارکېټ نه لرو کله چې زموږ کښت حاصل ته ورسیږي هغه په ارزانه بیه خرڅیږي موږ ته دې مارکیټ برابر شي تر څو موږ خپل حاصلات په ښه بیه خرڅ کړو."

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په زیاته اندازه کرهڼیزې ځمکې لري او ډېر شمېر خلک يې په کرهڼې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG