د لاس رسي وړ اتصالات

د لیمو حاصل د کوکنارو او غنمو په پرتله څو چنده زیات دی – بڼوال


د لیمو حاصل د کوکنارو او غنمو په پرتله څو چنده زیات دی – بڼوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

کونړ کې د لیمو یو شمېر بڼوال وايي چې د بڼوالۍ زیار یې کم خو حاصل او عاید يې د نورو فصلونو په تېره بیا د کوکنارو او غنمو په پرتله ډېر دی.

کونړ کې د لیمو یو شمېر بڼوال وايي چې د بڼوالۍ زیار یې کم خو حاصل او عاید يې د نورو فصلونو په تېره بیا د کوکنارو او غنمو په پرتله ډېر دی.

د دې ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار درې سیمه کې، چې پخوا پکې کوکنار کرل کېدل کروندګر رام داد په کې له تېرو شاوخوا لسو کالو راهېسې د لېمو د باغوانو پالنه کوي.

رام داد امریکاغږ ته ویلي، چې شپږ کاله کېږي له دې باغه حاصل ټولوي او د پېرلو لپاره يې سوداګر سیمې ته ورځي.

دی وايي:”کوکنار که ښه وای نو زمونږ افغانستان به داسې نه وای. همدا زمونږ ښه کار دی چې مونږ د لیمو نور باغونه جوړ کړو، غنمو او نورو کې دومره ګټه نشته ده. د لیمو د حاصل ګټه ډېره ده، یو خو دا ده چې تجار ورپسې همدې ځای ته راځي زمونږ تکلیف ته ضرورت نشته“.

رام داد ویلي، چې په شاوخوا یو نیم جریب ځمکه کې يې د روسي لېمو دا باغ جوړ کړی، چې نږدې ۲۰۰ بوټي دي.

د نوموړي په خبره، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال ورسره یوې موسسې د دې باغ په جوړو کې مرسته کړی او اوس خوښ دی، چې یو کال څخه بل کال ته يې حاصلات مخ په زیاتېدو دي.

د رام داد په خبره، چې په هغه وخت کې هم ورسره د بڼوالۍ لپاره د کیمیاوي سرو مرستې شوې دي او اوس هم وخت نا وخت د سرې مرستې ورسېږي.

دی وايي: ”نور مشکل نشته دی، زمونږ فقط د اوبو لږ مشکل دی چې که باغونه را نه خرابېږي نو د اوبو له امله وي، که دغې برخې ته پام وشي نو دا به لوی کار وشي“.

د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال په ځانګړې توګه په وروستیو څو کالونو کې د کونړ په ګڼ شمېر سیمو او ولسوالیو کې د مالټو، لېمو او د سټروسو د کورنۍ اړوند نورو بڼوالیو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې اوس ترې خلک خوښ دي.

XS
SM
MD
LG