د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د شېمله مرچو د کرلو ترویج


په لغمان کې د شېمله مرچو د کرلو ترویج
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

ه لغمان کې د شېمله مرچو یو کروندګر وايي، که څه هم سږ کال يې حاصلات بارانونو زیانمن کړي دي، خو بیا هم د پلور بازار يې ښه دی او خوښ دی چې د دغو مرچو له کرکیلې د خپلې خوښې وړ عاید ترلاسه کوي.

هلال د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ سیمې اوسېدونکی دی، وايي ځمکه يې په اجاره نیولې او په شاوخوا اووه بیسوې ځمکه يې شېمله مرچ کرلي دي.

نوموړي امریکاغږ ته وویل، چې سږ کال يې فصل د بارانونو له امله د پام وړ حاصلات نه دي کړي، خو په خبره يې چې بازار يې ښه دی.

دی وايي، کله يې د لغمان په سبزي منډوي کې پلوري او کله يې کابل ته وړي تر څو د خپلې خوښې په نرخ يې وپلوري.

هغه زیاتوي:”سږ کال بارانونه وشول حاصل مو کم شوی دی، خو که حاصلات يې کم دي مګر ریټونه يې ښه دي، مونږ يې که ریټ دلته ښه و دلته يې خرڅو او که کابل یا جلال اباد کې ښه و بس باروو يې او هلته يې وړو“.

دی وايي، که څه هم د حکومت له لوري داسې کوم مشخص مارکیټ نشته، خو خپله کوشش کوي کوم ځای چې نرخونه ښه وي هلته د کروندو حاصلات رسوي.

هلال وايي، تر اوسه ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوې، تخمونه او کیمیاوي سرې له بازاره په شخصي لګښتونو اخلي.

دی وايي، د ځمکې خاوند ته د فصل په اخره کې یا غنم او یا هم نغدې پیسې ورکوي.

هلال غوښتنه کوي، چې حکومت او مرستندویه ادارې که ورسره د شنو خونو په جوړولو او همدا راز د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرستې وکړي نو دوی ته په دهقانۍ کې یو څه عواید ډېر پاتې شي.

نوموړی وايي: ”تخمونه چې دي دا خو مونږ بازار نه اخلو، تاسو د کومک په اړه وویل تر اوسه کوم کومک مونږ سره نه دی شوی، دا تخمونه نو دوه بخته دي یا ښه وي او یا خراب، زمونږ غوښتنه دا ده چې که مونږ سره د تخمونو او سرو کومکونه وشي نو زمونږ به هم یو څه وشي او خلکو ته به هم ښه حاصلات په لاس ورشي“.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې پخوانی جمهوري نظام له منځه تللی او طالبان واکمن شوي دي نو بهرنۍ مرستې تر ډېره بندې شوي دي، ځکه پخوا د بهرنیو یو شمېر مرستندویه ادارو له لوري په کروندګرو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل کېدلې، چې د معلوماتو له مخې اوس هغسې مرستې نه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG