د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د مرستو د ویش په سر د ځینو کروندګرو نېوکې


ننګرهار کې د مرستو د ویش په سر د ځینو کروندګرو نېوکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

 ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د ویش پر پروسې نیوکې کوي او وايي، مرستې هغو کسانو ته رسېږي، چې واسطه او یا خپل خپلوان ولري.

د دې ولسوالۍ په برسلطان پور سیمه کې کروندګر روح الدین امریکاغږ ته ویلي، چې ځمکې يې ډېرې دي خو اوس مهال يې په یو اندازه ځمکه لېړګان کرلي دي.

دی وايي، تخمونه او کیمیاوي سرې له بازاره اخلي، چې ډېره کله بې کیفیته وي او په خبره يې تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستې نه دي شوي.

روح الدین وايي:”مرستې راځي بعضي موسسات هم راځي خو هماغه سپارشي خلک دي هماغه خپل او خپلوان لیکي، دا میا شو دا ملک شو، خو مونږ سره چا نه د غنمو مرسته کړې، نه د لېړوګانو او یا نورو“.

دی وايي، لېړوګانو ته هر دوه یا درې چینه وروسته دوا ورکوي، ځکه چې مرضونه کوي او اړ دي چې له بازاره دوا واخلي.

وايي، لېړوګان د چربک په نوم باندې غوړکی کوي، چې که په وخت دوا ور نه کړل شي نو حاصلات يې ټول خرابېږي.

د هغه په خبره، که چېرې حکومت ورسره د کیمیاوي سرو او نورو مرستې وکړي، نو د دوی لګښتونه به لږ کم او فصلونه به يې یو څه ګټه ورته وکړي.

خو سره له دې هر څه روح الدین د لېړوګانو له حاصلاتو خوښ دی او وايي، ځانګړې مارکیټ نشته او خلک راځي د پټي له سره يې اخلي.

هغه وايي: ”دغه لېړوګان دي که هوا ګرمه وي یوه ورځ بعد يې ټولو او که هوا یخه وي نو بیا يې دوه یا درې ورځې بعد ټولو، دا یو جریب ځمکه مونږ ته حاصل کوي له ۲۰ یا ۲۵ منو آن تر ۳۰ منو پورې“.

وايي، له کلونو راهیسې دهقاني کوي او له دې لارې خپلو اولادونو او کورنۍ ته حلاله نفقه پېدا کوي.

سره رود ولسوالۍ هم لکه د ننګرهار د یو شمېر نورو ولسوالیو په څر تر ډېره کرهڼیزې ځمکې لري او کروندګر يې په خپلو ځمکو سبزیجات کري.

XS
SM
MD
LG