د لاس رسي وړ اتصالات

د هندواڼو بیې ټیټي دي؛ خپل مصارف نه شو پوره کولی – د بلخ کروندګر


د هندواڼو بیې ټیټي دي؛ خپل مصارف نه شو پوره کولی – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

په بلخ کې کروندګر وايي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په دغه ولایت کې په پراخه کچه هندواڼې کرل شوې دي او دا ددې لامل ګرځېدلي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د هندواڼو بیې را ټېټې شي.

ددې ولایت د چهاربولک ولسوالۍ یو تن کروندګر اغا محمد، چې د ژمي په موسم کې یې د پلاستیکونو لاندې هندواڼې کرلې وې او په خبره یې ډېر لګښت یې هم پرې کړي‌ وو، خو اوس وايي دا چې سږ کال د کوکنارو په کرکېلې بندیز لګېدلی و،‌ خلکو په پراخه کچه هندواڼې کرلې وې نو ځکه یې بیې ټیټي‌ شوي‌ دي.

کروندګر وايي چې د هندواڼو حاصلات زیات دي‌،‌ خو د ساتلو لپاره یې سړې خونې نشته، نو ځکه یې په ارزانه بیه خرڅوي.

اغا محمد چې سږ کال یې خپل حاصلات بازار ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي وايي،‌ چې د ژمي په موسم کې یې هندواڼې کرلې وې او زیات لګښت یې پرې کړي وو،‌ ځکه په هغه موسم کې هوا سړه وي او هندواڼې یې د پلاستیک لاندې کرلې وې.

خو اغا محمد وايي،‌ چې سږ کال د هندواڼو بیې ټیټي شوي دي، د هغه په خبره پروسږکال یې یو موټر هندواڼې، چې تقریباً ۴۵۰ منه کېږي، په شل زره افغانۍ خرڅولې، خو سږ کال یو موټر بیا له لس زره تر دولس زره خرڅوي.

اغا محمد، چې د خپلو حاصلاتو د ارزانه پلورلو یو بل علت د سړو خونو نه شتون ښایي، وايي چې سږ کال خپل کړي مصارف نه شي پوره کولای، ځکه د حاصلاتو د ساتلو لپاره یې سړې خونې نشته او دی مجبور دی چې خپل حاصلات په ارزانه خر‌څ کړي.

د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته زیات شمېر کروندګرو د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې میوو او د سبزیو کرلو ته مخه کړې ده، خو دغه کروندګر بیا وايي،‌ چې ددوی محصلاتو د ساتلو لپاره سړو خونو او کله هم د خرڅلاو بازار نه شتون له امله ښه ګټه نه شي لاسته راوړلی.

XS
SM
MD
LG