د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په کندهار کې د مارو کدو حاصلات ښه مارکیت لري - کروندګر


سږ کال په کندهار کې د مارو کدو حاصلات ښه مارکیت لري - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

په کندهار کې کروندګر د سبزیو له حاصلاتو خوښ دي او وایي د ځېنو نورو غله دانو په پرتله د سبزیو حاصلات ښې پیسې جوړوي.

ددغه ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالخالق، چې په خپله ځمکه کې یې "مارکدو" کرلي دي وايي، ‌پخوا په دغه ولسوالۍ کې په پراخه کچه کوکنار کرل کېدل، خو اوس چې د کوکنارو کرکیلې باندې بندیز لګیدلې دی، د سبزیو کرکیلې ته پاملرنه زیاته شوې ده.

هغه وویل:"چې د کښت سره ښه کار وشي بیا ښه حاصل هم ورکوي. له دې امله موږ د خپل کښت او حاصلاتو څخه زیات خوښ یوو، ځکه د ښه حاصلاتو تر څنګ، ښه مارکیټ هم لري."

په ورته وخت کې، کروندګر له حکومت څخه د خپلو حاصلاتو لپاره د سړو خونو غوښتنه کوې چې ترڅو یې حاصلات خراب نه شي.

XS
SM
MD
LG