دی زیاتوي چې که د کرنیزو حاصلاتو د ساتلو ځایونه یا سړې خونې موجودې وي، نو دا د کروندګر د اقتصاد تر څنګ د ملي اقتصاد له پیاوړتیا سره هم زیاته مرسته کوي.
د سړو خونو د نشتون له امله خپل حاصلات په ټیټه بیه خرڅو - کروندګر
په کندهار کې کروندګر وایې چې د سړو خونو د نشتوالي له امله خپل کرنیز حاصلات نشي ذخیره کولی، ځکه خو اړ دي چې په ټيټه بیه یې وپلوري. نثاراحمد چې پر خپلې ځمکې یې د جوارو کښت کړی دی وایي، چې اوس کروندګر د داسي تخمونو د کرلو په فکر کې دي چې سړو خونو ته اړتیا ونلري او ذخیره کول یې ورته اسانه وي.