نوموړی زیاته کړه: "غنم او جوار خو په شپږو میاشتو کې رسېږي او یو ځلي ختمېږي، تورۍ خو داسې دي چې ورسېږي بیا زمونږ د کور خرچې، د مریضۍ او غم ښادۍ لګښت پرې برابریږي."
دی وايي، د توریو رسېدلی حاصل د کونړ په کلیوالي بازارونو کې پلوري او بیې يې هم ښه دي چې په خبره يې یو پاکټ تر ۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
هغه وايي، تر دې مخکې يې هندواڼې کرلې وې، چې له هغې يې هم ښې ګټه ترلاسه کړي ده.