د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د بادامو د باغدارۍ د ترویج هڅې


 کندهار کې د بادامو د باغدارۍ د ترویج هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ چې د کوکنارو د کرکېلې له اړخه په وروستیو څو لسیزو کې مشهوره وه، اوسمهال د کوکنارو پرځای، د خیریه مؤسسو له خوا د بادامو د باغدارۍ د ترویج هڅې‌ په کې زیاتې شوي دي.

ددغه ولایت د میوند ولسوالۍ اوسیدونکی بلال احمد وایې، د یوې خیره موسسې په تشویق یې په خپله ځمکه کې د بادامو نیالګیو قوریه جوړه کړې ده چې نیالګي یې د مؤسسې له خوا په ښه بیه اخېستل کیږي او بیا په نورو بڼوالو ویشل کېږي.

د نوموړي په وینا، د بادامو حاصلات د نورو مېوو په پرتله نه یوازې په اسانۍ سره ساتل کېږي، بلکې په ملي او نړیواله کچه ښه بازار هم لري.

هغه زیاته کړه : "بادام د خپل خاصیت له کبله تر څو کلونو پوري له سړو خونو پرته په اسانی سره ساتل کیږي او د ښه مارکېټ په پیدا کیدو سره بازار ته وړاندي کیږي".

کرونده ګر وایې چې د بادامو باغونه د اوبو په کمښت کې هم وده کوي او خورا ښه حاصلات ورکوي. له همدې کبله اوس د بادامو د باغونو د ترویج لپاره د نیالګیو نوي قوریې جوړي شوي چې یو شمېر مرستندویه ادارې یې په ارزانه بیه پر کروندګرو وېشي.‌

XS
SM
MD
LG