دا پداسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت ویلي وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې لرل لازمي دي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پر دغه پولې د کاروبار کوونکو سره پدې اړه خبرې کړي.