د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کې د څلور میلیون کوڅه‌ ډبو سپو د نیولو مسئلې مخالفتونه پارولي


د ترکیې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د سه شنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري نهمه) د هغه قانون په خلاف د مبارزې ژمنه وکړه چې غواړي په دغه هېواد کې شاوخوا څلور میلیون کوڅه ډب سپي ونیسي او په ځینو مواردو کې یې ووژني.

د ترکیې پارلمان د کوڅه ډبو سپیو د نیولو قانون د سه شنبې په ورځ د ۵۱ رایو په توپیر تصویب کړ.

د پارلمان په غونډه کې ددغه قانون مخالفو وکیلانو په سره رنګ لړلې سپینې دستکشې په لاس کړې وې.

د خلکو جمهوري ګوند مشر اوزګور اوزیل وویل: "موږ به دا قانون ژر تر ژره د اساسي قانون په محکمه کې وننګوو. دا د حیواناتو د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.. نن یوه توره ورځ ده. تاریخ او انسانیت به هغه وکیلان ونه بخښي چې دې پرېکړې ته یې مثبته رایه ورکړه."

حکومت استدلال کوي چې هغه کوڅه ډب سپي چې ناروغ دي او یا د کنټرول وړ نه ګڼل کیږي، باید له منځه یوړل شي چې پر انسانانو د لیونیو سپیو د زیاتېدونکي شمیر بریدونو مخه ونیول شي.

د نوي قانون له مخې ټول بې کوره سپي باید په پناه ځایونو کې ځای پر ځای شي او له خلکو څخه یې د پاللو غوښتنه وشي.

منتقدین وايي چې په ترکیه کې د کوڅه ډبو سپیو د شمېر د زیاتوالي له کبله، په پناه ځایونو کې ددې سپو ځای پر ځای کول او پالل د حل لار نده. دوی پیشنهاد کوي چې پکار ده دا سپي په ډله ایزه توګه تعقیم شي او د ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.

په انقره کې د کوڅه ډبو سپیو د نیولو د قانون خلاف مظاهره
په انقره کې د کوڅه ډبو سپیو د نیولو د قانون خلاف مظاهره

دغه قانون د ۱۹۱۰ کال د هغه تراژیدۍ یادونه راژوندي کوي کله چې د عثماني امپراتورۍ چارواکو په استانبول کې شاوخوا ۶۰ زره کوڅه ډب سپي راټول کړل او د مرمرې سمندر ته څېرمه یوې دښتې ته یې ولیږدول. د خوړو د نشتوالي له کبله دغو سپیو یو بل ټوټې ټوټې کړل.

د حیواناتو د حقونو نړیوالې ډلې "فور پاز" د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتي چې دا نوی قانون توشیح نه کړي. خو اردوغان ویلي دي چې ترکیه له داسې یوې ستونزې سره مخامخ ده چې "په هیڅ بل متمدن هیواد کې ساری نلري."

د اردوغان ګوند او متحدینو یې، چې په پارلمان کې اکثریت جوړوي، تېره اونۍ ویلي وو چې خلک "خوندي سړکونه" غواړي.

د سوسیال ډموکرات ګوند چې د مارچ په میاشت کې یې په سیمه ایزو ټاکنو کې د استانبول او نورو لویو ښارونو کنټرول ترلاسه کړ، ویلي دي چې ښاروالان به یې دا قانون پلي نه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG