د حکیم محمد عظیم په نوم دغه بڼوال وايي، په یو نیم جریب کې د ناکو د ۶۶۰ بوټو حاصلات يې د نورې شاو خوا ۹ جریبه ځمکې له نورو حاصلات ډېر دي، چې د دوی د ۲۱ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
هغه د امریکاغږ ته وویل، د بڼ حاصلات يې سږ کال په ۹۰ زره افغانیو په یو سوداګر پلورلي او اوس يې حاصلات راټولوي. دی وايي، تېر کال يې په ۷۰ زره افغانیو پلورلی و، خو راتلونکی کال ته هیله لرې، چې تر ۱۰۰ زره افغانیو ډېر عواید به وکړي.
نوموړی وايي، په بڼ کې يې غټې ټکټرې نشي ګرځېدلی که د کوچنیو تکټرو مرسته ورسره وشي او همدا راز د اوبو او د کیمیاوي سرو په برخه کې يې لاسنیوی وشي، نو د حلال کښت عواید به يې څو چنده ډېر شي.