د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري


کندهار کې کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په کندهار کې کروندګر وایي سږ کال یې حاصلاتو تر نورو کلونو ښه وده کړې ده، خو بیا هم اندېښنه لري چې د حاصلاتو له لپاره یې ښه مارکېټ نشته، ترڅو حاصلات په لوړه بیه وپلوري.

د کندهار ولایت اوسیدونکی جیلاني خان چې په خپله کرونده کې یې پنبه کرلې ده دی، وایې چې سږکال یې کښت ښه حاصل ورکړی، خو حاصلات یې په ټېټه بیه پلورل کیږي.

نوموړی وایي د پنبې حاصلات یې خپل مصرف نشي پوره کولی، ځکه د پنبې له پاره یو ثابت نرخ نشته او فابریکه لرونکي په خپل زړه ورته بیه ټاکي چې د کروندګرو پکې ډیره ګټه نه وي. د هغه په خبره، د پنبې له کښت څخه د غوړیو، حیواني کنجاړې او د پنبې په تولید کې کار اخیستل کیږي.

کروندګر وایي چې دوی د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ګټور کښت په لټه کې دي، خو زیاتره وخت یې حاصلات بازار نه لري.

XS
SM
MD
LG