د لاس رسي وړ اتصالات

د بوټو فارم لرونکي: د پخوا په پرتله مو کاروبار خراب شوی


د بوټو فارم لرونکي: د پخوا په پرتله مو کاروبار خراب شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

په ننګرهار کې د زینتي او غیر زینتي بوټو فارم لرونکي وايي چې تر پخوا یې کاروبارونه پیکه شوي دي. دا فارم لروونکي وايي، پخوا يې چې د مالټو یو بوټی تر ۱۷۰ افغانیو پلوره، خو اوس يې بیه ۵۰ او ۴۰ افغانیو ته را ټېټه شوی دی.

فضل سبحان د دې ولایت ښېوې ولسوالۍ سلام پور سیمه کې یوه لویه نرسري لري، چې په کې مالټې، نارنج، لېمو او د سټروسو سربېره نور زینتي او غېرې زینتي میوه لروونکي بوټي روزي. دی وايي، بازارونه يې تر پخوا څو برابره خراب شوي دي، ولې بیا هم خوښ دی چې کار يې روان دی او هیلې لري، چې بازار به يې بېرته ښه شي.

دی وايي، پخوا به هلمند، کندهار او ډېرو لرو ولایتونو څخه خلک او سوداګر له دې ځایه د مالټو او نرو بوټو اخیستو په موخه راتلل، چې ورسره د نرسریو کار ډېر غوړېدلی و.

فضل سبحان زیاتوي، پخوا دا بوټي له پاکستان څخه راتلل بیا په کرار کرار دلته خلکو د بوټو روزل زده کړل او ډېرې مشخصي نرسرۍ فعالې وي، خو په وینا يې چې اوس پر ننګرهار سربېره کونړ او لغمان هم ډېر زیاتې نرسرۍ فعالې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې د بوټو روزل او د نرسریو فارمونو خورا ښه پایله ورکړې ده او ګڼ شمېر خلک د بوټو په ارزښت پوه شوي او هڅه کوي په خپل شاو خوا سیمو کې د طبعي ونو او بوټي ساتنې ترڅنګ نور میوه لروونکي او غېرې میوه لروونکي نیالګي وکري.

XS
SM
MD
LG