د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار بزګران د اوبو د کموالي او سړو خونو د نشتوالي څخه شکایت کوي


د کندهار بزګران د اوبو د کموالي او سړو خونو د نشتوالي څخه شکایت کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په کندهار کې یو شمېر بزګران د اوبو له کموالي څخه شکایت کوي او وايي چې د کرنې لپاره په کافي اندازه د اوبو اساسي او دایمي سرچینې نه لري. دوی زیاتوي چې اوس هم د باراني اوبو پر تکیه، کرکیله کوي، خو دا اوبه د دوی د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي او د ژورو څاه ګانو د کیندلو وس هم نه لري.

جانداد، چې پر خپله اته جریبه ځمکه حبوبات لکه مي (ماش) کرلي دي، وايي: "اوبه کمې دي، او زموږ کښت د وچېدو له خطر سره مخ دی. که زموږ کښت وچ شي، د ځمکې لپاره مو چې کوم زیار ایستلی هغه له منځه ځي. له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د برمې په وهلو کې او د کیمیاوي سرو په برابرولو کې مو مرسته وکړي."

د کندهار ډیری بزګران وايي چې د بارانونو پر مهال پریمانه اوبه موجودې وي، خو د بندونو د نشتون له کبله له اوبو څخه د اوږدې مودې لپاره ګټه نشي اخیستلی. دغه کروندګر له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د حاصلاتو د ساتلو لپاره دې سړې خونې جوړې کړي، ترڅو حاصلات يې خراب نه شي او په ښه بیه وپلورل شي.

XS
SM
MD
LG