بانجان په عمومي توګه په ګرم موسم کې رسېږي، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې کرل کېږي، خو لعل محمد وايي، لومړی ځل دی چې د ژمي لپاره يې د بانجانو کر تجربه کړې ده. د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند بینیګاه سیمې دغه اوسېدونکی وايي، د اوړي په تېر موسم کې په لومړیو کې د بانجانو بیه ښه و، خو چې څنګه د ټولو کروندګرو د بانجانو حاصلات ورسېدل بیا يې بازارونه خراب شول. هغه وايي، په همدې موخه يې دا نوې تجربه کړې، چې په ژمي کې د بانجانو حاصلات ترلاسه او ښه عواید ترې واخلي.