د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې شوي – په کویټې کې مېشت افغان فعاله


د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو  د بیا واکمن کیدو او د ښځو پر مدني او کاري فعالتونو د بندیز درې کاله پوره کېږي. په کویټه کې میشته افغان کډواله او مدني فعاله، علیناخان په خپل هیواد کې د تېرو دریو کلونو د ښځو وضعیت په اړه خپلې اندیښنې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک سره شریکې کړي دي.

نوموړې وايي چې په تېرو دریو کلونو کې افغان ښځې د بې ساري محدودیتونو او فشارونو سره مخامخ شوې دي. د هغې په خبره، طالبانو ښځې له تعلیم، کار او مدني فعالیتونو څخه په پراخه کچه بې برخې کړي دي، خو ددغو محدودیتو سره سره افغان ښځې لا هم هڅه کوي خپل غږ پورته کړي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG