د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د نعناع د کرکیلې زیاتوالی


په کندهار کې د نعناع د کرکیلې زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

نعناع او ځيني نور سبزي چې د خوراک تر څنګ په طبابت کې هم ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، پدې وروستیو کې یې کښت د کندهار او هلمند په ولایتونو کې زیات شوی دی. په کندهار کې د نعناع یو کروندګر وحیدالله وایي، د ژمي په موسم کې له خپلو حاصلاتو ځکه ښه ګټه اخلي چې په ګاونډیو ولایتونو کې پلورل کیږي.

دي زیاتوي چې د کوکنارو د کښت په زیان کروندګر هم پوه شوي او له بلې خوا په ټول هیواد کې ورباندې بندیز لګېدلی دی. نوموړی زیاتوي: "موږ د نعناع کښت ته ترجیح ورکړې، ځکه کوکنار اقتصادي زیان لري او ځوانان پرې روږدې کیږي." نور کروندګر هم باور لري چې د بازار اړتیاوې په پام کې نیولو سره، نعناع د نشه یي توکو په پرتله ښه ګټه ورکوي.

XS
SM
MD
LG