ددغې ولسوالۍ د املې سیمې د شلنګر کلي اوسیدونکي، سیدا ګل د امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، چې شاوخوا ۱۸ کاله مخکې یې د موسسې په مرسته په یو جریب ځمکه کې د نارنجو باغ جوړ کړی و. هغه زیاتوي، چې اوس په ټوله دره کې د اوبو لویه ستونزه ده، ځکه سیلابونو د اوبو ټول بندونه تخریب کړي دي.
سیدا ګل وویل: "هر وخت چې دلته څوک راځي، مونږ ورته د اوبو ستونزه ښیو. مونږ ته دې بندونه جوړ شي، ځکه ټوله دره کې خلک د دې ستونزې سره مخ دي." هغه زیاتوي، که څه هم تېر کال اوبه کمې وې، خو د نارنجو حاصلات ښه وو، او د غنمو او جوارو په پرتله یې ډېرې ګټې ورکړې. نوموړی وایي، تېر کال یې شاوخوا ۹۰۰ پاکټه نارنج حاصل را ټول کړي، چې په خبره يې، همدلته سوداګر راځي او هغه ترې پېري.