د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د امربالمعروف وزارت: یوناما 'مقابل طرف' ګڼو او همکاري ورسره نه کوو


په کابل کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) سره له دې وروسته همکاري نه کوي او دغه دفتر "مقابل طرف" ګڼي.

د امربالمعروف وزارت دا اعلان وروسته له هغه کړی چې یوناما خبرداری ورکړ چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل شونتیا ته زیان رسوي.

د امربالمعروف وزارت ویلي چې "له دې وروسته به د یوناما له لوري د همېشنیو ناسمو تبلیغاتو له امله د یادې ادارې سره هېڅ ډول مرسته او همکاري ونکړي او آینده به د یو مقابل طرف په نظر ورته کتل کېږي."

د پنجشنبې په ورځ، اګست ۲۹ (وږي اتمه)، خپور شوي د امربالمعروف وزارت په دغه بیان کې زیاته شوې: "د نړیوالو ادارو، ملکونو او هغه کسانو چې پر یاد قانون یې نيوکه کړې غواړو ترڅو د مسلمانانو ديني او مذهبي ارزښتونو ته درناوی وکړي او د داسې نېوکو او څرګندونو څخه دې ډډه وکړي چې اسلامي ارزښتونو او مقدساتو ته پکې سپکاوی کېږي."

د امر بالمعروف د ۳۵ مادو د قانون له مخې، چې د جولای په ۳۱مه د طالبانو د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور شو، ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

په دغه قانون کې له لباس څخه نیولې تر کړو وړو او ټولنیزو تعاملاتو پورې پراخ شرایط وضع شوي. په دې کې د نارینه د لباس طرز او ږیرې د اوږدوالي مقررات هم شامل دي او همدارنګه په همجنسبازۍ، په عامه ځایونو کې د موسیقۍ په غږولو، د حیواناتو په جنګولو او د غیراسلامي رخصتیو په نمانځلو بندیزونه شامل دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون کولی شي د امر بالمعروف د قوانینو په پلي کولو کې د شدت لامل شي. ډیری دغه قوانین، له شریعت څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې ددغې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبانو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون "د افغانستان د راتلونکي لپاره یو دردونکی لیدلوری بللی، چې اخلاقي پلټونکو ته اختیارات ورکړل شوي چې هر څوک د پراخو او ځینې وخت مبهمو سرغړونو په تور وګواښي او توقیف یې کړي."

ملګرو ملتونو او اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون ددغه ډلې له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل امکان ته صدمه رسوي.

د یوناما چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا ګمارل شوي چې د امربالمعروف وزارت په شمول د طالبانو له مقاماتو سره تعامل وکړي. یوناما له دې وړاندې هم د امربالمعروف د محتسبانو له خوا له خلکو سره د چلند او د امربالمعروف وزارت د تګلارو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول، پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې اندېښنې او نیوکې رد کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د امر بالمعروف نوی قانون "د اسلامي ارزښتونو او لارښوونو" زېږنده او د درک او درناوي وړ وباله.

مجاهد وویل: "که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندیښنه ښیي او رد کوي یې، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG