د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې سږکال د انګورو بڼوال او سوداګر له زیانونو سره مخ دي


په کندهار کې سږکال د انګورو بڼوال او سوداګر له زیانونو سره مخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي چې سږ کال د انګورو په کاروبار کې له سختو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دې ستونزې لوی لامل پاکستان ته د انګورو په صادراتو د زیاتو مالیاتو وضع کول بولي.

ددغه ولایت یو بڼوال حاجي صالح محمد، وایي چې پاکستان د افغانستان په میوو درانه مالیات وضع کړي چې له امله یې افغان سوداګر او بڼوال سخت زیانمن شوي دي.
هغه وویل: "تجاران ټول تاوانیان دي، ځکه مالیه پورته شوې. په یوه جالي باندې تقریباً ۸۰۰ کلدارې مالیه اخلي."
سره له دې چې د انګورو کاروبار له ستونزو سره مخ دی، خو بڼوال وایي چې د حاصلاتو په ټولولو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي او په مارکېټ کې د انګورو ښه بیه د بڼوالو او کاریګرو په اقتصاد مستقیم اغېز کوي. حاجي صالح محمد، چې د انګورو بڼ یې حاصل ته رسېدلی، وایي چې ۱۵ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

XS
SM
MD
LG