د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار کروندګر د سبزیو لپاره د ځانګړو مارکیټونو غوښتنه کوي


د ننګرهار کروندګر د سبزیو لپاره د ځانګړو مارکیټونو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې پخوا یې کوکنار کرل او ګټه یې ښه وه، خو د کوکنارو پر کرکیلې د طالبانو لخواد بندیز را وروسته یې د سبزیو کرکیلې ته مخه کړې. د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر زراب ګل وايي، اوس یې کړېلې کرلي، خو د پلور مشخص مارکیټ نه لري، چې لویه ستونزه یې جوړه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، که په کور دننه مارکیټونه جوړ او د پاکستان پر سبزیو مالیه لوړه شي، کروندګر به ښه عاید ترلاسه کړي. د معلوماتو له مخې، د کړېلې کرکیله پخوا په افغانستان کې دومره ډېره مروجه نه وه، خو اوسمهال د ننګرهار برسیره،‌ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کرل کېږي.

XS
SM
MD
LG