د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې نهه سرتیري وژل شوي


د ارشیف عکس: د وزیرستان په سیمه کې پاکستاني پوځیان
د ارشیف عکس: د وزیرستان په سیمه کې پاکستاني پوځیان

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰) وویل چې د وسله والو په بریدونو کې نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

دا بریدونه د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

د چارواکو په وینا، وسله والو بیګا شپه د جنوبي وزیرستان په میشه سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی او شپږ پوځیان یې وژلي دي. په برید کې ۱۱ نور پوځیان ټپیان دي.

په شمالي وزیرستان کې وسله والو د پنجشنبې په ورځ پر یوې امنیتي ګزمې برید کړی او درې سرتیري وژل شوي دي.

هیڅ کومې ډلې سمدستي ددغو بریدونه مسئولیت ندی اخیستی. خو له دې وړاندې د اکثره دغسې بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو اچول شوې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې فعال دي.

امنیتي مسئولینو د نوم نه ښودلو په شرط دغې پیښې تائید کړي، ځکه چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نلري.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د دواړو پیښو په اړه اعلامیه خپره کړې ده. په دغه اعلامیه کې یوازې د جنوبي وزیرستان د پیښې د تلفاتو شمېر ښودل شوی او د شمالي وزیرستان د پیښې د تلفاتو شمېر ندی ورکړل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG