د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټسال لپاره "تاریخي او برخلیک‌ټاکونکې" ورځ


د افغانستان د فوټسال ملي‌ لوبډله نن د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي ۳۱) د افغانستان په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې د فوټسال د نړیوال جام "له وخته وړاندې وروستۍ سیالۍ" کې د اوکراین په وړاندې د لوبو ډګر ته وځي.

د فوتسال د لوبې مبصرین وايي‌ چې حذفي (ناک‌اوټ) پړاو ته د افغانستان رسېدل او یا نه رسېدل او په راتلونکې کې د نړۍ له بېلابېلو لوبډلو سره د مخامخ کېدلو لپاره به ښايي‌ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله ډېر کم له دا ډول "برخلیک‌ټاکونکې" لوبې سره مخ شي.

د فوټبال او فوټسال لوبو کارپوهانو او په خواله رسنیو کې د افغانستان د فوټسال ملي‌ لوبډلې مینه‌والو سربېره پر دې چې په تېرو دوو سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې"ستایلې" دي،‌ خو دوی د اوکراین په وړاندې سیالۍ کې له دغې لوبډلې څخه د "مثبتې نتیجې" د تر لاسه کولو تمه لري.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې د ګول ساتونکي محمد جواد صفري د ډله‌ییز پړاو په تېرو سیالیو کې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې یو پخواني روزونکي محمود سیدي امریکا غږ ته وویل هغه راز چې له افغان لوبغاړو څخه تمه کېده "په ځانګړې توګه د ارجنټاین په وړاندې ډېر ښه وځلېدل".

خو هغه د افغانستان د ملي لوبډلې له مینه‌والو څخه وغوښتل چې په خپلو غوښتنو سره "پر لوبغاړو باندې روحي او رواني فشار زیات نکړي".

افغانستان د اوکراین په وړاندې د سیالۍ په ګټلو سره شپږ امتیازه ترلاسه کوي او د (ج) ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه حذفي پړاو ته لار پیدا کوي، خو که لوبه مساوي پای ته ورسېږي افغانستان به څلور امتیازه لاس ته راوړي او له هغه ځایه چې د اوکراین په پرتله یې د ګولونو توپیر کم دی نو په خپل ګروپ کې به د درېیم ځای په ترلاسه کولو سره حذفي پړاو ته د تګ چانس خوندي کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي‌ لوبډلې زیات شمېر مینه‌وال د اوزبیکستان،‌ تاجیکستان، ترکمنستان،‌ متحده ایالاتو او یو شمېر نورو هېوادونو له مختلفو ښارونو څخه اوزبیکستان ته راغلي‌ دي‌ او تمه ده چې نن د خپلې لوبډلې د ملاتړ لپاره د "اندیجان" په ښار کې د فوټسال لوبغالي ته لاړ شي.

ټاکل شوې چې نن په عین وخت کې د ارجنټاین او انګولا د فوټسال لوبډلې هم د یو بل په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووځي.

همداشان نن د افغانستان په وخت د ماښام په پنځو بجو د ازبیکستان په تاشکند او اندیجان ښارونو کې د (د) ګروپ څخه قزاقستان د نیوزیلند او اسپانیا د لیبیا په وړاندې سیالۍ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG