پد اختر محمد په نوم ددغه ولایت یو کروندګر، چې په خپله ځمکه کې سبزي کرلي، وایي چې د دویم فصل یعني د مني د فصل د حاصلاتو راټولولو وخت نږدې شوی دی، خو په خبره یې د تریاکو د حاصلاتو په څېر د کورنیو اقتصادي اړتیاوې نشي پوره کولای. نوموړی همدارنګه وايي، چې د کرهنیزو اوبو کمښت یې یوه بله لویه ستونزه ده. د هغه په وینا، دوی اوبه د ژورو څاګانو څخه د لمرېزې انرژۍ او تیلو په مرسته راباسي، خو دا اوبه کافي ندي.