نوموړی زیاتوي، چې د ګنیو فصل هر کال حاصلات ورکوي او کروندګرو ته د نورو فصلونو په پرتله ښه عاید لري. د نوموړي په وینا، که په وخت سره ورسره د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو وسایلو لکه ماشینونو مرسته وشي، کروندګر به له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.