هغه وايي چې د لمرګلي زړي ښه مارکېټ لري او غواړي چې دا نبات د یوه صنعتي او تجارتي محصول په توګه ترویج کړي.
هغه زیاته کړه: "دا لمرګلی په پسرلي کې کرل کېږي او په مني کې حاصلاتو ته رسېږي. تېر کال مې په ځمکه غنم او ریحان کرلي وو، سږ کال مې لمرګلی کرلی دی."
دا پداسې حال کې دی چې په کندهار او شاوخوا سیمو کې پخوا د کوکنارو کښت ډېر و، خو د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیلې له بندیز وروسته، کروندګر د بدیلو کرنیزو محصولاتو په لټه کې دي، چې ښه مارکېټ او عاید ولري. همدارنګه افغان کروندګر له حکومته او مؤسساتو څخه د مرستو غوښتنه کوي تر څو ورته مطمین بدیل کښتونه معرفي کړي.